په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن شنبه د لیندۍ ۲۴ مه وویل: د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا له خوا پر افغانستان د بندیزونو د دوام پرېکړه ظالمانه ده، موږ یې غندو.
فطرت زیاته کړه: بندیزونه چې د فشار د وسیلې په توګه کارول کیږي، هیڅ نتیجه نه لري او د خلکو حقونه له منځه وړي. د سرپرست د حکومت د وياند مرستيال څرګنده کړه: له وسيلو او ناکامو تجربو څخه استفاده غير منطقي ده او زيان يې عامو خلکو ته رسيږي.
هغه پر افغانستان د بندیزونو غځول د بشری حقونو د ادعا خلاف وبلل او زیاته یې کړه: اسلامی امارت له ملګرو ملتونو او نورو لوریو سره د افغانستان اړیکی عادی حالت ته راګرځول غواړی.
د ایرنا په وینا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ په خپله غونډه کې د دې شورا د ټولو غړو په رایو سره د افغانستان پر ضد د بندیزونو د څارنې تیم د ماموریت پرېکړه لیک تصویب کړ.
د پیغام پای/
Your Comment